سیاست

افغانستان ، په پاکستان کې دامريکايي هيئت دسلامشورو اصلي محور

اسلام آباد يرنا  باختر دچنګاښ د مياشتې ١٣ :
دامريکا د حکومت او ددغه هېواد دسنامجلس داستازو په ګډون يوه هيئت  په اسلام آباد کې دخپلو سلامشورو په دوام  پرون مازيګر  دپاکستان داردو له لوى درستيز سره وکتل  چې  دافغانستان مسئله  دپاکستان له جګپوړو پوځي مقاماتو او دغه راز  له دولتي چارواکو سره ددغه  امريکايي هيئت دخبرو اترو  اصلي  محور و.
باخترآژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ :  دپاکستان داردو لوى
درستيز جنرال راحيل شريف دامريکا دسنا مجلس  له  جمهوريت غوښتونکي استازي جان مکين  او  دافغانستان اوپاکستان په  چارو کې  دامريکا د حکومت  له ځانګړي استازي ريچارد اولسون سره  په جلاجلا کتنو کې  هغوى ته  له تروريزم سره دمبارزې په کار کې د پاکستان په وړاندې دپرتو ستونزو او خنډونو په باب معلومات ورکړل.
جنرال راحيل شريف  دامريکا دکانګرس  له هيئت سره  له  کتنې مخکې دافغانستان اوپاکستان په  چارو کې دسپيې ماڼۍ له استازي ريچارد اولسون سره وکتل  اوپه دې کتنه کې دپاکستان داردو دلوى درستيز له خوا يولړ وروته موارد طرحه شول .
ريچارد اولسون دغه راز دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت له معين اعزاز احمد چوهدري سره  کتنه لرله  او دغه پاکستاني مقام  دپاکستان او افغانستان ترمنځ دامنيتي مسئلو دڅيړنې په موخه ددغو دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه  کچه ديو مشورتي ميکانيزم د جوړولو په برخه کې  امريکايي لورې ته توضيحات وړاندې کړل او ويې ويل چې پاکستان  په درناوي سره  دافغان  مهاجرينو دستنيدو غوښتنه کوي.
دافغانستان دسولې دخبرو دبهير موضوع  له امريکايي هيئت سره دپاکستاني مقاماتو په خبرو کې  نورې طرحه شوې موضوعګانې وي او اعزاز احمد چوهدري په دې باب ريچارد اولسون ته وويل چې پاکستان دغه راز ځان   دافغانستان دسولې دخبرو دبهير داسانولو لپاره  دڅلور اړخيزو همکاريو له  ډلې سره   ژمن بولي.
ديوبل خبرله مخې  : په ټوليزه توګه   پاکستان ته دامريکايي هيئت دسفر اصلي موخه  دپاکستان او افغانستان ترمنځ دتاوتريخوالي دکمښت لپاره هلې ځلې او دغه راز  داسلام اباد او واشګټن ترمنځ وروستي رامنځته شوي تاوتريخوالي  دکمښت لپاره هلې ځلې بلل شوي دي .
په وروسۍ يوه مياشت کې  دپاکستان او افغانستان اړيکې  په تورخم کې دنښتو او تاوتريخوالي په دليل اوهم  افغانستان ته دستنيدو لپاره  په افغان مهاجرينو دپاکستان دفشار په خاطر له پخوا زياتې کړکيچنې شوې دي.
دغه راز په وروستيو مياشتو او اوونيو کې په پاکستان د اف _ ١٦ جنګي الوتکو  دپلورنې له قرارداد څخه دامريکا دډډې کولو ،   په اټومي تمويلونکي ډله کې   دغړيتوب په تګلوري کې  له نوي ډيلي سره دواشنګټن  دملاتړ ، دپاکستان داټومي توان دمحدودلو لپاره په دغه هېواد  دامريکا دفشارونو  اوله تروريزم سره دمبارزې په برخه کې په اسلام آباد واشنګټن له خوا دتورونو دلګولو په ګډون مسئلې  ددې سبب شوې دي چې داسلام اباد او واشنگټن ترمنځ اړيکې له  جدي ستونزوسره  مخامخې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته