ښوونه او روزنه

دآريانا افغان – ترک له ليسي څخه يوسلو دوه تنه فارغ شول

کابل باخترد جدي  دمياشتې ١٨ :

دآريانا افغان _ ترک دعالي ليسي له دولسم  ټولګي څخه يوسلو دوه  تنه فارغ شول .

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبريال له مخې   په هغې غونډه کې  چې له همدي امله نن دپوهنې  دوزير فاروق وردګ اوپه پارلمان کې دخلکو دځينو استازو  دافغان  _ ترک  دليسو دلوى رييس نعمان اردوغان  او  د زده کوونکو دمشرانو په گډون  جوړه شوې وه دپوهنې وزير دافغانستان او ترکېې ترمنځ  دښو اوټينګو اړيکو په باب خبري وکړي او ويې ويل ترکېې تراوسه پوري دهيواد په مرکز اوځينو ولايتونو کې نهه شپيتو ښوونځيو ته ودانۍ جوړي کړي دي چې دهيواد بچېان پکې زده کړه کوي.

دپوهنې دوزير دڅرگندونوله مخې  په دغو ښوونځيو کې اووه شپيته زره تنه زده کړه کوي .

په دې غونډۀ کې دافغان _ ترک دليسي مدير هم خبري وکړي او ويې ويل دا اتمه دوره فارغان دي  چې له دولسم  ټولګي څخه فارغ او پوهنتونونو ته معرفي کېږي .

ده وويل تراوسه پوري ددغو  ليسو زده کوونکې په دې بريالي شوي دي  دنړۍ له ځينو هيوادونو څخه په بيلابيلو څانګو کې دسرو زرو او برونزو شپيته مډالونه ترلاسه کړي .

دغونډي په پاى کې دپوهنې دوزير او دافغان ترک  دليسو دعمومي رييس له خوا په فارغانو دفراغت سندونه وويشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته