امنیت

ځانمرګي يرغلګر په هلمند کې موخې ته له رسيدو مخکې ونيول شو .

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
يوځانمرګي يرغلګر دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې موخې ته له رسيدومخکې  دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل ځانمرګي يرغلګر تيرماښام کله يې چې غوښتل په خپل واسکټ کې ځاى پرځاى کړى شوي چاوديدونکي توکي دلښکرګاه ښار  په بازار کې وچوي موخې ته له رسيدو مخکې  دامنيتي ځواکونو له خوا وپيژندل شو او ونيول شو .
  يوه اړونده خبرځاى وويل ځانمرګي يرغلګر غوښتل چې ځان د هغو  خلکو ترمنځ چې دپيريدو  لپاره بازار ته ورغلې وو وچوي چې دپوليسو له خوا وپيژندل شو او ونيول شو .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته