نړۍ

په بلوچستان کې ٢٢ تنه ژورنالستان وژل شوي دي

اسلا م اباد  باختردچنګاښ دمياشتې١٩:

دهغه خبرله مخې چې په دې وروستيو وختو کې دپاکستان دبلوچستان ايالت په رسنيو کې خپور شوي دي په دغه ايالت کې  په تيرو څلورو کلونو کې ٢٢ تنه ژورناليستان وژل شوي دي.

دهند دنيوکريلا دخبري سايت  دخبرله مخې، دبلوچستان ايالت درسنيو اومدني ټولنې دهغه ورکشاپ برخه والو چې پرون ددغه ايالت په مرکز کويټه کې جوړشوي و وويل  په دغه ايالت کې رسني ازادې نه دي او  ورځپاڼه ليکوونکي دخپلې حرفه يي دندې په بهيرکې زياتره له ځورونې  اوربړونې سره مخامخ شوي دي.

په دغه رپوټ کې ويل شوي دي دوژل شويو ژورنالستانو شمير په ورکشاپ کې نه دي وړاندي شوي .

په دې ر پوټ کې ويل شوي دي ژورناليستان په بلوچستان کې له زياتوستونزو سره مخامخ دي .

په کويټه ښارکې دمطبوعاتولوى رييس عبدالخالق رند ويلي دي  چې ټول بلوچستان  دجګړې په ډگر بدل شوى دى.

په خبرکې دده دڅرگندونوله مخې ويل شوي  دي تاسو نه شي کولاي  چې دعامو په وړاندي  يعني په څرگند ډول درسنيوکارترسره کړي اونه شي کولاي دکومې ډلې په باب څه وليکي او دا زموږ دټولو لپاره يوډيرستونزمن کاردى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته