خبرونهفرهنګ

محمد طاهر زهير د ښځو د پيوستون نړيوالې ورځې په مناسبت د انعکاس راډيو ټلويزيون د څلورو خبريالانو شهادت، په افغانستان کې د ښځو د حقونو او آزادۍ د تامين لپاره سرښندنه وبلله

٣٢- کابل / د کب ١٨مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د مارچ اتمه چې د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ ده، د تصويري اړيکې له لارې د انعکاس راډيو ټلويزيون د څلورو ښځينه کارکوونکو د شهادت په مناسبت يوځل بيا د خپلې غمشريکۍ او ډادګيرنې مراتب څرګند کړل.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې تصويري اړيکه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وروستي تروريستي بريدونه چې د انعکاس راډيو ټلويزيون د څلورو ښځينه کارکوونکو د شهادت سبب شول؛ د هېواد د رسنيو په کچه ټکان ورکوونکي وبلل او يوځل بيا يې د خپلې غمشريکۍ او ډاډګيرنې مراتب د انعکاس راډيو ټلويزيون مشرتابه پلاوي، کارکوونکو او د شهيدانو له کورنيو سره څرګند کړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه: سره له دې چې د سولې خبرو اترو بهير دوام لري؛ د افغانستان د خلکو دښمنان غواړي چې په خپلو تروريستي عملونو سره د رسنيو غږ غلی کړي چې د دوى دغه هلې ځلې له ماتې سره مخ دي.
محمد طاهر زهير د انعکاس راډيو ټلويزيون رهبرۍ ته وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ټول توان سره ستاسو ترڅنګ ولاړ دی او ستاسو ملاتړ کوي او دغه راز د دغه وزارت مکلفيت دى چې د افغانستان د فرهنګي او رسنيزې ټولنې ملاتړ وکړي.
وروسته د انعکاس راډيو ټلويزيون رييس او مؤسس انجنير زلمي لطيفي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست له پاملرنې، ملاتړ او غمشريکۍ څخه مننه وکړه او ويې ويل: زموږ هيله او هلې ځلې د سولې او ثبات ټینګښت او د هېواد پرمختګ او ترقي ده. سره له دې چې له امنيتي ستونزو او ګواښونو سره مخ يوو؛ خو بيا هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوو.
دغه راز هغه له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه وغوښتل چې د امنيتي بنسټونو له لارې د انعکاس راډيو ټلويزيون د کارکوونکو د امنيت تامين ته پاملرنه وکړي چې د دغې رسنۍ ټول کارکوونکي وکولاى شي په خوندي توګه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي .
د دغې تصويري اړيکې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، د دغه وزارت د رسنیزو چارو سلاکار او وياند محمد صابر مومند ته دنده وسپارله چې له امنيتي بنسټونو سره په همغږۍ کې د دغې رسنۍ د کارکوونکو د امنيت د تامين په برخه کې هلې ځلې وکړي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته