امنیت

په روزګان کې د٤٠ تنو وسله والوطالبانو وژل کېدل

– کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ۷ مه
په روزګان ولايت کې٤٠ تنه وسله وال طالبان د پوځيانو د هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهيرکې ووژل شول .
په دغو طالبانو تېره شپه د روزګان ولايت د خاص روزګان ولسوالۍ او ترينکوټ ښار ته څېرمه د دوى په پټنځيو  بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دغو هوايي او ځمکنيو  بريدونوکې٤٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه تنه نور يې ټپيان شوي دي .
  ده وويل چې دغه وسله وال طالبان په خپلو پټنځيوکې د يو لړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريدونه وشول .
په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې د وسله والو طالبانو د ډار اچوونکو بريدونو يو روزنيز مرکز، دوسلو او مهماتو دوه ډيپوګانې او درې پټنځايونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
د يوبل خبرله مخې:
په روزګان ولايت کې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورينو نن سهار د روزګان ولايت په ګن مېشتو لارو کې پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته