سیاست

جمهوررئیس غني: فیض محمد کاتب د افغانستان د خلکو ګډ درد ثبت او تدوین کړی دی

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٢١ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد د نومیالي مورخ علامه فیض محمد کاتب د شپږاتیایم تلین په مناسبت جوړ شوي علمي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهوري رياست دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې سیمینار کې چې په سلام خانه ماڼۍ کې جوړ شوی وو، جمهور رئیس غني وویل،  کله چې د فیض محمد کاتب شاهکار له هغو کسانو سره چې تر ده  دمخه یا وروسته یې په دې کار لاس پورې کړی دی پرتله کړو او د هغه د کار برجسته ښېګڼو ته متوجه شو دې پایلې ته رسېږو چې هغه په حقه د افغانستان د معاصر تاریخ لیکنې پلار دی او نسلونه به د هغه اثار مطالعه او استفاده ورڅخه وکړي.
جمهور رئیس زیاته کړه، فیض محمد کاتب په افغانستان کې د دولتدارۍ تاریخ لیکوال دی. د هغه د کار ارزښت هغه مهال ډېر درک کوو چې پوه شو هغه په خپلو تاریخي لیکنو کې د ابن خلدون تر اغېز لاندې وو.
جمهور رئیس غني وویل، د کاتب د کار ارزښت په دې کې دی چې که هغه د دربار مامور وو او په دولتي دستګاه کې یې کار کاوه، خو د پېښو په اړه د هغه تصویر یو طرفه نه دی چې یوازې د حاکمانو کارنامې یې ثبت کړې وي، بلکې همزمان یې د مطلقه قدرت په مقابل کې د خلکو د مقاومت تصویر هم اېستلی دی.
جمهور رئیس وویل، په دربار کې د علامه فیض محمد کاتب حضور د دې سبب شو چې دی لا زیاتو کتابونو ته لاسرسی ولري او خپل معلومات لا زیات کړي. ده چې د تحقیق او لټون روحیه لرله، په رواجي علومو یې قناعت ونکړ او د عمر تر پایه پورې یې له کتابونو او مطالعې سره خپله رابطه ټینګه وساتله. له علم سره شوق او تحقیقي ذوق یې د دې سبب شو چې علامه کاتب د تاریخ په لیکلو کې استثنایي بصیرت او خاص درک ولري.
جمهور رئیس غني وویل ، کاتب په خپل تاریخ کې هم  د هزاره و د مقاومت تصویر کاږي او هم د هېواد په ټولو نقطو کې د مطلقه قدرت په وړاندې د نورو قومونو د مقاومت. هغه په حقیقت کې د خلکو مشترک درد ثبت او تدوین کړی دی.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، موږ دېته اړتیا لرو چې خپله تاریخي ماضي زیاته او ښه درک کړو او دا تاریخي درک باید له موږ سره مرسته وکړي چې    د تېر په اسارت کې پاتې نشو، بلکې د تاریخي تجربو په رڼا کې راتلونکي ته     په نوي نظر وګورو.
هغه زیاته کړه ، موږ په تاریخي پوهه دې پایلې ته رسېږو چې مطلقه قدرت چاره ساز نه دی او له ملت جوړولو پرته دولت جوړول بې ګټې دي.
محمد اشرف غني وویل، د ملت جوړولو د بستر په توګه د هېواد تاریخ  او جغرافیې څخه زموږ درک ، موږ په دې باوري کوي چې د مشترکو دردونو، آرزوګانو او غوښتنو له  درک او د ټولو له مشارکت مه واره  له بحرانونو څخه بریالیتوب ته نشو رسېدلی.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل ، یوازې په مشترکو دردونو او ویاړونو     د پوهېدو له لارې کولای شو مشترک تاریخ او راتلونکی ولرو.
هغه زیاته کړه، په هېواد کې د روان جنګ یو عامل چې د بیارغاونې او انکشاف فرصتونه تهدیدوي، د تاریخي پوهې نشتوالی دی. چا چې د خپل تمدن  رېښه هېره کړې او له هغې جلا شوی دی، نو تباهۍ او ورانکارۍ ته یې لاس اچولی دی او اوسنی افراطیت د دغه جهل او تاریخي ناپوهۍ له امله دی.
جمهوررئیس څرګنده کړه، موږد خپلو دغسې علمي شخصیتونود آثارو دمطالعې له لارې خپل پرون پېژندلای او په خپله ماضي پوهېدلای شو.  د دغسې لویو پوهانو آثار موږ ته دا راښیي چې زموږ ماضي یوازې د جګړې او مطلقه قدرت ماضي نه وه، بلکې د مبارزې، د مقاومت، د فرهنګ، د تفکر، د هنر او د لوی تمدن ماضي هم وه.
هغه زیاته کړه، که موږ خپل تاریخ په دقت وګورو نو پوهېږو چې د ګران هیواد هره سیمه او هره خوا، یو وخت د یو لوی تمدن زانګو وه او د لویو امپراطوریو مرکزونه پکې وو.
د افغانستان د تاریخ ژوره مطالعه راښیي چې د ګران افغانستان د تاریخ او تمدن په جوړولو کې د دغه هیواد هر قام او هرې سیمې خپله برخه لرلې ده او د دې وطن بچیان تر هند او مرکزي اسیا او بغداده پورې په لویو تحولاتو کې نقش لرلی دی.
جمهور رئیس وویل، زه هیله من یم د فیض محمد کاتب په څېر تلپاتې او نومیالۍ
څېرې به زموږ ځوانانو ته دا انګېزه ورکړي چې د خپل تاریخ مطالعې ته مخه
کړي او د ټولنې په کچه دا پوهاوی پراخه کړي.
جمهور رئیس د علامه کاتب هزاره د ارزښتناکه خدماتو د زیاتې  قدردانۍ په خاطرلارښوونه وکړه چې د علامه کاتب مزار دې جوړ شي او همدارنګه دې     د عدلیې محترم وزارت د علامه فیض محمد کاتب هزاره په نوم د مډال جوړولو قانوني پړاونه بشپړ او د تصویب په موخه کابینې ته وړاندې کړي. 
جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې د کابل د وروستۍ امنیتي پېښې، د سره صلیب او وروستیو طبیعي پېښود شهیدانو کورنیو ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.
په دې سیمینار کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش خبرې وکړې او د علامه فیض محمد کاتب د شخصیت په بېلابېلو اړخونو یې رڼا واچوله وېې ویل: د هر هېواد تاریخ او فرهنګ د هغه هېواد د خلکو د ملي یووالي نښه ده او له دې امله علامه فیض محمد کاتب یو له هغوڅرګندو څېرو څخه دی چې  زموږ د یووالي د دې نماد تدوین، ساتنه او احیا یانې د افغانستان تاریخ کې یې لومړۍ ونډه لرله.
هغه زیاته کړه، کاتب په وطن دوستۍ او خلکو ملت او هېواد ته وفادارۍ، د ملي روحیې او ملي  یووالي په ساتنه کې د ټولو په نسبت مخکښ وو.
د جمهور رئیس دویم مرستیال وویل، علامه کاتب د افغانستان د معاصرې تاریخ لیکنې پلار دی او د معاصرې دورې ټول تاریخ لیکوال چې د افغانستان د تاریخ په باره کې یې لیکنې کړې دي، د کاتب منندوی دي او د هغه په برکت ناک دسترخوان کېناستلي او له هغه څخه برخمن شوي دي.
محمدسرور دانش څرګنده کړه، که کاتب او د هغه د تاریخ لیکنې لوی کار نه وای موږ به د خپل معاصر فرهنګ او تاریخ د خزانې له   یویې لوی برخې        بې خبره وو.
په دې مراسمو کې محمد سرور مولایي، حبیب الله رفیع، ډاکټر محی الدین مهدي او ډاکټر محمد امین احمدي هم خبرې وکړې او د علامه فیض محمد کاتب د شخصیت د بېلابېلو برخو او د تاریخ لیکنې په برخه کې یې د هغه د ارزښتناکو خدماتو په اړه یادونه وکړه.
د مراسمو په پای کې د جمهور رئیس غني فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر امریکایي څېړونکي اوژباړونکي ډاکټررابرت مک چیزني ته د علامه سیدجمال الدین افغان عالي دولتي نښان د ورکولو په اړه  د جمهور رئیس  فرمان چې د علامه فیض محمد کاتب په اړه یې څېړنه کړې او د هغه آثار یې انګلیسي ته ترجمه کړي او چاپ کړي دي او همدارنګه د هېواد ۱۲ تنو څېړنکو، مورخینو او لیکوالو ته چې د افغانستان د پېژندنې او تاریخ لیکنې په برخه کې یې له ځانه وړتیاوې ښودلي هغوی ته د افتخاري تقدیرنامو د ورکولو په اړه د جمهور رئیس حکم ولوست او وروسته جمهور رئیس هغوی ته یادې تقدیر نامې ورکړې.
په دې مراسمو کې د هېواد په جمهور رئیس سربېره د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش، لوی څارنوال، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون مشرې، یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو، د ملي شورا یو شمېر غړو، استادانو، څېړونکو، د هېواد علمي، فرهنګي او سیاسي شخصیتونو او بهرنیو مېلمنو حضور درلود. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته