ټولنه

د زعفرانو دپراختيا ملي طرحه تصويب شوه

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
د افغانستان اقتصادي عالي شورا د زعفرانو د پراختيا ملي طرحه  چې دکرنې  او اوبولګولو وزارت له خوا برابره شوې وه ، تصويب کړه .
دکرنې او اوبولګولو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ چې دغه طرحه دملي پانګې دپياوړتيا ، دبزګرانو دعوايد دلوړوالي او په افغانستان کې د زعفرانو دکرکيلې دپراختيا په موخه برابره شوې وه.
ددغې طرحې  له مخې  افغانستان به  په راتلوونکو پنځو کلونو کې  دزعفرانو دتوليد کچه څوارلسو متريک ټنو ته ورسوي. دغه اندازه اوس ٤ متريک ټنه ده
اټکل  کيږي  چې افغانستان په مساعدې ځمکې او په هغه مناسب اقليم سره چې د زعفرانو د بوټې د ودې اوپالنې لپاره يې لري، په کال کې د ٧٠ټنو  زعفرانو دتوليد ظرفيت لري چې په دې صورت کې په اوږدمهال کې کولاى شي له دې پلوه په  کال کې څه ناڅه ٢٠٠ مليونه ډالره عايد ترلاسه کړي.
د کرنې او اوبولګولو وزارت ددغې طرحې دعملي کولو  لپاره، مشحص پروګرامونه  برابر کړي دي او په عملي کولو يې ژمن دى .
د افغانستان زعفران په نړۍ کې ډير ښکلي ډوله زعفران دي چې په تيـــرکال  کې  يې  د دريم ځل لپاره د نړۍ  د ډيرو  خوندورو زعفرانو لقب وګاټه.
په اوس وخت کې د افغانستان زعفران عربي هېوادونو  او آلمان ته صادريږي.
په دې وروستيو وختوکې د کرنې او اوبولګولو وزير د هغه سفر په بهيرکې چې   چين ته يې درلود؛ د هغو د صادراتو تفاهم ليک د دغه هېواد له صدراعظم سره هم لاسليک کړ  او له دې وروسته دافغانستان زعفران  چين ته هم صادريږي.
د کرنې او اوبولګولو وزارت د زعفرانو د کرکيلې د پراختيا او د دغه محصول د کيفيت دلوړولو لپاره  پراخې هلې ځلې کړې دي .
تېرکال د هېواد په  ٢٢ ولايتونوکې د زعفرانو  نمايشي قطعاتو شتون درلود، خو په روان کال کې به دغه شمېر  ٣٤ ديرشو ولايتونو ته پراختيا ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته