خبرونهنړۍ

لوېدیځ ته خبرداری؛ له امریکایي وسلو څخه استفاده د اوکراین حق دی

نړۍ، د غبرګولي ۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

د ناټو سازمان مشر ینس سټولټنبرګ له سي اېن اېن خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې د لوېدیځ له لوري ورکړل شویو وسلو څخه استفاده د اوکراین حق دی او له ځان څخه د دفاع قانون کیف ته دا اجازه ورکوي، چې له دغو وسلو څخه د روسیې په خاوره بریدونو کې استفاده وکړي.

اروپا هم خبر ورکړی، چې د دغې ټولنې ځینې هېوادونه اماده دي، ترڅو اوکراین ته اجازه ورکړي، د دوی له لوري ورکړل شویو وسلو څخه په استفادې پر روسیې برید وکړي.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین بیا په خپله خاوره د برید په برخه کې له دغو وسلو څخه استفاده د یوې بلې او پراخې جګړې د پیل لامل بللی.

اوکراین په وروستیو څو ورځو کې د لویدیځو وسلو څخه په استفادې پر روسیې د برید څو هڅې کړي، چې د راپورونو پر اساس ځینې یې پر اهدافو لګېدلي اوځینې نور یې شنډ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته