کابل باختردلړم دمياشتې ١٩ :
دبلخ ولايت پوليسو تيره شپه دجوزجان ولايت په فيض اباد ولسوالۍ کې دطالبانو دوه سرګروپان له دريو تنو افرادوسره يې ونيول .
دبلخ دپوليسو ويندوى شيرجان دراني باخترآژانس ته وويل :
دبلخ ولايت امنيتي ځواکونو داوپراتيفي عملياتو په بهير کې دطالبانودوه سرګروپان ملاعبدالله او ولي اختر له دريوتنو افرادوسره يې ونيول.
ويل کيږي جوزجان ولايت دفيض اباد ولسوالي د بلخ ولايت دچاربولک ولسوالي سره پوله لري
ددراني دڅرګندونوله مخې : نيول شوي کسان دجوزجان ولايت د فيض آباد په ولسوالۍ کې ددغي ډلې دوسلو اومهماتو دليږدولو او طالبانو ته دچاوديدونکو توکواو دعشر او زکات دراټولولو مسوول وو .
1 د یوې دقیقې څخه لږ