امنیت

په افغانستان کې دجګړه مارانو دڅلورو تنو سيمه ييزو قوماندانانو نيول کيدل

کابل – باختر دليندۍ ديارلسمه
دجګړه مارو طالبانو او دحقاني دشبکې څلورتنه سيمه ييز قوماندان په افغانستان کې ونيول شول.
په دغو قوماندانانو تيره شپه او نن سهار کله چې دلوګر قندهار او دهلمند دولايتونو په ځينو برخو کې په ترورستي فعاليتونو بوخت وو، دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ونيول شول.
باختر آژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغو قوماندانانو ددغو ولايتونو په ځينو برخو کې ديو لړ ترورستي بريدونو مسووليت په غاړه درلود .
ناټو وايي له  دغو قوماندانانو څخه دوه تنه يې ټيک مخکې له دې چې په پوځي او وګړنيو تاسيساتو په يولړ ترورستي بريدونو لاس پورې کړي نيول شوي دي .
ددغو قوماندانو دنيولو په بهير کې جګړ ه هم ونښته او له امله يې په دوى پورې اړوند پنځه ويشت تنه ووژل شول او ونيول شول.
له بلې خوا دناټو پوځيانو وايي چې په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو څو ډيپوګانې هم تر لاسه شوي دي.
په خبرپاڼه کې په دغو عملياتو کې افغان پوځيانو او دناټو ځواکونو او ملکى وګړوته دسر درسيدلو زيانونو په باب څه نه دى ويل شوى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته