امنیت

ملي اردو په کندز کې هغه پُل ترميموي چې طالبانو ويجاړ کړى دى

کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
د ملي اردو مقاماتو په کندز کې د هغه پله د ترميم خبر ورکړ چې په دغو وروستيو کې وسله والو طالبانو د بمونو په چولو سره ويجاړ کړى دى.
د دغه پله په ويجاړېدو سره له څو ولسواليو سره د امام صاحب ولسوالۍ د ځينو سيمو او عمومي سړک لاره تړل شوې ده.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ يرغلګرو دوه ورځې مخکې د بمونو په چولو سره دغه پُل ويجاړ کړ.
د هېواد په شمال کې د شاهين قول اردو يو مقام باختر آژانس ته وويل چې د دغه پُل د ترميم کار ډېر ژر پيلېږي.
ټاکل شوې ده دغه پُل د ملي اردو ځواکونه له موجودو امکاناتو څخه په استفادې سره ترميم کړي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته