سیاستخبرونهTOPټولنه

خلیل الرحمن حقاني: اوسمهال  د اتفاق او یووالي ښه فرصت برابر دی

کابل، د لېندۍ ۷مه، باختر

د کډوالو او راستندېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني نن په خپل کاري دفتر کې د هېواد د بیلابیلو ولایتونو د خلکو له یو شمیر استازو سره وکتل.

په دې کتنه کې یادو استازو له هېواده بهر د مېشتو افغانانو ستونزې او نظریات د کډوالو چارو وزارت له سرپرست سره شریک کړل او د هېواد په کچه یې د امنیت له تامین څخه د خوښۍ په څرګندولو سره په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورته مهال خلیل الرحمن حقاني له ټولو هغو کسانو په بهر کې ژوند کوي وغوښتل چې خپل وطن ته راستانه شي او د خپلو خلکو خدمت وکړي.

حقاني زیاته کړه په هېواد کې داسې يو نظام رامنځته شوى، چې هر څوک کولاى شي له نژادي، ژبني او سمتي تبعيض پرته تر یوه چتر لاندې ژوند وکړي او دا د اتفاق او يووالي تر ټولو ښه فرصت دى.

نوموړې همدارنګه د دوی د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړ.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته