امنیت

څلورتنه وسله وال طالبان د فارياب په قيصارکې ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٨ :
د امنيتي ځواکونو په هغوچاڼيزوعملياتوکې چې پرون په فارياب ولايت کې ترسره شول؛ څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر دباخترآژانس خبريال ته خبرورکړ :
څلورو تنو وسله وال طالبان چې غوښتل يې د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې ډار اچوونکي بريدونه ترسره کړي؛  د امنيتي ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول او شپږ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او ددغو ډاراچوونکو پوځي تجهيزات او جنګي وسايل هم په عملياتوکې د شاملوامنيتي ځواکونو لاسته ورغلل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته