امنیت

د امنیتي مسوولیتونو د انتقال رهبري او مدیریت د افغانستان ملي امنیت مشاوریت ته وسپارل شو

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې ٨ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئيس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه کې لومړی د انتقال د پروسې د انسجام د کمېسيون د کار د دوام پر څرنګوالي لازمې خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د هېواد ملي امنیت مشاوریت د نورو دندو ترڅنګ، د مسوولې او تصمیم نيونکې مرجع په توګه ګڼل کیږي او له نړیوالو ځواکونو څخه افغانستان حکومت ته د انتقال د پروسې مشري په غاړه لري.
د دغې پرېکړې له مخې: د افغانستان ملي امنیت مشاوریت دنده لري تر څو د انتقال دغه پروسه تر پایه پرمخ یوسي او مشري يې وکړي.
وروسته د ملي امنیت د عمومي ریاست او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د رئيسانو په ګډون، د امنیتي سکتور وزیرانو د هېواد د امنیتي حالت په اړه بشپړ رپوټونه وړاندې کړل.
د کورنيو چارو وزیر د اړوند رپوټ د وړاندې کولو په ترڅ کې څرګنده کړه چې اوس مهال د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئيس په ګډون د هېواد د امنیتي ځواکونو لوړپوړی هيئت د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ليدنه کوي تر څو امنیتي حالت له نږدې وڅېړي.
ټاکل شوې ده چې دغه هيئت د روان کال د مرغومي تر ۱۵ مې د جمهوري ریاست د ټاکنو د ترسره کېدو په درشل کې د امنیتي حالت په اړه یو ريښتينی تحلیل ترتيب او د ملي امنیت شورا غونډې ته يې وړاندې کړي.
په همدې توګه په وړاندې شويو رپوټونوکې د سمنګان، ننګرهار، پروان او د هېواد د یوشمېر نورو ولايتونو د امنیتي حالت په اړه بشپړې خبرې او  په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.
د ملي امنیت مشاور ډاکټر سپنتا د غونډې په پای کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د ناټو ځواکونو د حضور د څرنګوالي په اړه د سند د مسودې د محتویاتو په اړه خبرې وکړې او یادونه يې وکړه چې د سند د متن دري ژباړه بشپړه شوې او د دغې مسودې پر پښتو ژباړه هم کار روان دی.
ده وویل چې یاده موضوع دې د مطالعې او بحث لپاره د ملي امنیت د شورا په راتلونکې غونډه کې شامله شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته