امنیت

دغير مسوولو وسله والو کسانو دشتون له امله دخلکو انديښنې.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
دبغلان ولايت دپل حصار ولسوالۍ په کليو کې دغير مسوولو وسله والو کسانو دفعاليت په زياتوالي سره دقانون تطبيق او دبشر حقوق له چلنج سره مخامخ او جنايي جرمونه زيات شوي دي.
دپل حصار د ولسوالۍ يو بزګر حاجي خان محمد وايي دپل حصار ولسوالۍ په کليو کې دغير مسوولو وسله والو کسان زيات شتون د دې سبب شوى دى چې دنشه يي توکو دکرکيلي، وژنو،غلاو او په ماشومانو دجنسي تيري په ګډون دبشر له حقوقو څخه سرغړونې له کومې انديښنې پرته ددغو کسانو له خوا ترسره شي.
ده زياته کړه: دبشر له حقوقو څخه دسرغړونو دلوړوالي اصلي علت دجنايي جرمونو زياتوالى او په دغې ولسوالۍ کې دپوليسو دتشکيلاتو کمښت دى.
خان محمد له دولت څخه غواړي چې دپل حصار دغرني والي په پام کې نيولو سره په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو او د داعش دنفوذ دمخنيوي په موخه دپوليسو په تشکيل بيا کتنه وکړي.
دپل حصار ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال جمال ناصر ددغه خبر په تاييدولو سره زياته کړه :دپوليسو تشکيل لږ دى.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت امر جنرال امير ګل حسين خيل بغلاني ددغو څرګندونو دتاييدولو په ترڅ کې وويل: په نږدې راتلوونکي کې به په دې برخه مثبت بدلونونه رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته