کابل باختر دوري دمياشتې ٢٨ :
په ننګرهار ولايت کې نهه تنه په جنايي جرمونو کې دلاس لرلو په تور ونيول شول.
دغه کسان په تيرو ٢٤ ساعتو کې د ننګرهار ولايت دمومنددرې او هسکې مينې دولسواليو او دجلال آباد ښار په مربوطاتو کې نيول شوي دي.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې دغه کسان د غلا، وژنې ،دورانکارو عملونو دترسره کولو اودشرابو دپلورنې په تور نيول شوي دي.
پرون هم ١٥تنه دجنايي پيښو په اړوند دننګرهار دپوليسو له خوا ونيول شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ