ورزش

د هېواد د موتاى د ملي ټيم دوو تنو ورزشکارانو د تايلند د سياليو وروستي پړاو ته لاره وموندله

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
د هېواد د موتاى فدراسيون د خپرونو مرستيال علي ظفر عاطفي نن باختر آژانس ته وويل چې زهرا رضايي د ٤٥ کيلوګرامو په وزن کې چې په دغو سياليو کې يې د پيرو او اوکراين ورزشکارانو ته ماتې ورکړه؛ د فاينل پړاوته لاره وموندله او ټاکل شوې ده چې سبا په فاينل پړاوکې د ټايلندي ورزشکارې په وړاندې لوبه وکړي.
دغه راز علي سهراب هم د ٤٥ کيلوګرامو په وزن کې عراقي او بلجيمي ورزشکارانو ته ماتې ورکړې ده او ټاکل شوې ده چې سبا هغه هم په فاينل پړاو کې له خپل ټايلندي سيال سره لوبه وکړي.
د عاطفي د څرګندونو له مخې: د هېواد نورو ورزشکارانو احمد حسن زاده، همايون رضايي، علي جان رضايي او مصطفى ونه کړاى شول فاينل ته لاره ومومي.
عاطفي زياته کړه چې زهرا رضايي په دغو سياليوکې ښه وځليده او د نړيوالو سازمانونو د پاملرنې وړ ګرځيدلې ده .
د موتاى نړيوالې سيالۍ د روان ميلادي کال د اګست د مياشتې له ٢٤ نيټې څخه د تايلند په کوربه توب پيل شوې دي او درې اوونۍ دوام مومي او د نړۍ د ٣٥ هېوادونو ورزشکاران پکې ګډون کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته