ښوونه او روزنه

ديوښوونځى ودانۍ پرانستل شوه .

کابل باختر دغبرګولي  اتمه :
دکابل ولايت دپغمان ولسوالۍ دصوفي عشقري دمنځنۍ  ښوونځى ودانۍ دپوهنې درياست دمسوولينو له خوا پرانستل شوه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .  دباختر اژانس دخبر له مخې دغه ودانۍ د ١٢١ زره امريکايي ډالروپه لګښت په يوه پوړ کې  په اساسي او پاخه ډول په پنځو مياشتو کې دجاپان دهيواد په مرسته جوړه شوې ده چې اته درسي او څلور اداري خونې او نور ضروري ملحقات لري .
دنوي ودانۍ په جوړولو سره ددرسي خونو دنشتوالي له پلوه ددغه ښوونځى دزده کوونکو ستونزې لرې شوي دي .
اوس په دغه ښوونځى کې دنجونو او هلکانو په ګډون دوه زره زده کوونکو په زده کړې بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته