کابل باختر دزمري نولسمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان له ٢٧ تنو افرادو سره يې دفراه ولايت په پشت رود ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
په فراه کې د دويمې پلۍ لوا مطبوعاتي مسوول عبدالرووف رحماني دباخترآژانس خبريال ته وويل چې امنيتي ځواکونه د پشت رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د چاڼيزو عملياتو په بهير کې په دې بريالي شول چې شل تنه وسله وال طالبان ووژني او څلور تنه نور يې ټپيان کړي .
د خبرځاى دڅرګندونوله مخې: د ملا مير حمزه او ملا صادق په نومونو د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه مشهور قوماندانان په وژل شويوکسانوکې شامل دي.
رحمان زياته کړه: ددغو نښتو په بهيرکې دملي اردو يوسرتيرى هم ټپي شوى دى.
1 1 دقیقه لوستل