کابل باختر دمرغومې د مياشتې ١٤:
د میدان وردګو ولایت د ځوان فکري بنسټ غړو د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان سره وکتل
په دې کتنه کې چې د وزیرانو شورا په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه د میدان وردګو ولایت د یو شمېر اداري او امنیتي ستونزو او د هغو د حل په لارو چارو خبرې وشوې.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتروياندباخترآژانس ته خبرورکړ.
د میدان وردګو ولایت د مدني ټولنې غړي څارنوال محمد نعیم لټون د دغه ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه: د میدان وردګو ولایت په نا امنیو کې د مافیا یي کړیو ، فساد، د نا مسؤله وسله والو ډلو فعالیتونه او د حکومتي چارواکو بې کفایتي مستقیم رول لري.
د مدني ټولنې غړي عبدالله شیرزي هم د میدان وردګو ولایت یو شمېر ستونزو ته اشاره وکړه او وې ویل: میدان وردګ یو ستراتیژیکه او مرکزي سیمه ده چې د څو مرکزي ولایاتونو تر څنګ د هیواد له مرکز سره په نږدې واټن کې موقیعت لري، مرکزی حکومت باید په ټولو برخو کې ورته بشپړه پاملرنه وکړي.
شیرزي دغه راز د میدان وردګو ولایت وروستۍ ستونزې چې د دې ولایت د والي په اړه را پورته شوي دي خبرې وکړي او زیاته یې کړه مرکزي حکومت د میدان وردګو ولایت امنیتي وضعیت ته په کتو سره باید داسې والي معرفي کړي چې ددغو ستونزو د حل کولوظرفیت او وړتیا ولري او د مافیایي کړیو د فعالیت مخ ونیسي.
ده میدان وردګ یوه زراعتي سیمه وبلله او د سړو او شنو خونو، مارکیټونو، د څارويو او کره ڼیزو فارمونو نه شتون يې د دې لامل وباله چې هر کال د یاد ولایت وګړي خپل کره نيز توکې په ډیره کمه بیه وپلوري.
د میدان وردګو ولایت د ځوان فکري بنسټ غړو، ځوانانو او مدني فعالینو د اجراېیه ریاست لومړي مرستیال څخه د دغو ستونزو د حل غوښتنه وکړه او دا یې د میدان وردګو ولایت د ټولو میشتو وګړو هیله وبلله چې په دې اړه ژر تر ژره عملي اقدامات وشی.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان د دوي ستونزې پر ځای وبللې او ژمنه یې وکړه چې د امنیت او زراعتي پروګرامونو د پراختیا په برخه کې به له اړوندو مسؤلینو سره خبرې وکړي تر څو په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
لومړی مرستیال دغه راز دوی ته ډاډ ورکړ چې د ولایتي مسؤلینود نا غیړیو په اړه به له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې وکړي تر څو په دې اړه لازم اقدامات وکړي.