روغتیا

دنوروز او دنوي کال دورځو لپاره دسمنګانو په ولايتي روغتون کې دتدبيرونو نيول

کابل باختر د کب  اتلسمه :
دسمنګانو  دولايتي روغتون سرطبيب وايي چې دني کال او د نوروز دجشن په ورځو کې  يې دعاجلو روغتيايي  پيښو دڅيړنې په مقصد  ځانګړې  تدبيرونه  ترلاس لاندې نيولې دي .
دسمنګانو دولايتي روغتون سرطبيب ډاکتر جمال الدين  آرين دباختراژانس خبريال ته وويل چې دسمنګانوولايتي روغتون اتيا بسترې  لري چې دده دڅرګندونوله مخې: له دې جملې څخه څلويښت بسترې يې  دنوي کال په ورځو کې عاجلو روغتيايي پيښو ته ځانګړي کړې دي .
آرين زياته کړه: په وروستيو ورځو  کې يو زيات شمير روغتيايي پرسونل ته چې روزنې ته يې اړتيا درلوده هم مسلکي زده کړې ورکړ شوي دي  چې داړتيا په صورت کې وکولاى شي دناروغانو خدمت وکړي .
  دسمنګانو دولايتي روغتون دسرطبيب دڅرګندونوله مخې:  دعمومي  واټ په اوږدو کې هم دعامې روغتيا او دسرې مياشتې په همکارۍ  دثابتو او ګرځنده روغتيايي مرکزونو دجوړولو  په ګډون مشخص پروګرامونه ترلاس لاندې نيول شوي دي  چې داړتيا په صورت کې له ناروغانو سره لومړنۍ مرستې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته