فرهنګ

په ننګرهار کې د تیاتر نړیواله ورځ ونمانځل شوه

کابل / د وري ۱۹مه / باختر
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت له ممثلینو او فرهنګیانو سره په ګډه د تیاټر نړیواله ورځ ونمانځله.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د راپور له مخې؛ په دې نمانځغونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحیم الله خوږیاڼي تیاتر د ټولنې هنداره وبلله چې په خبره يې تر بل هرڅه د عامه پوهاوي په برخه کې ترې ډېره استفاده کېدای شي.
د خوږیاڼي په خبره؛ په تبلیغاتي جګړه او فکري روزنه کې تر تیاتر بل هېڅ هنر او مسلک مخکې نه دی او په باور يې، که حکومت ورته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ نو د هنر پر غوړیدا سربېره به يې د خلکو د روزنې لپاره مهمه او اغېزناکه لار موندلې وي.
په ورته مهال د فرهنګ او هنر آمر سید امرالله امید، تیاتر هغه نا ملموس هنر یاد کړ چې د تمثیل له لارې وړاندې کېدونکي پيغامونه يې تر ډېره د خلکو په حافظو کې پاتې کېږي.
په همدې حال کې د تیاتر مدیر خلیل الرحمن خاطر وویل چې له تېرو ۳۰ کلونو راپدېخوا يې په ننګرهار کې د تیاتر فعالیتونه پيل کړي، چې تراوسه یې په سټیج ډرامو سربېره، هنري فلمونه، ټلویزوني سریالونه او راډیوي ډرامې د خپلو خلکو لپاره وړاندې کړې دي.
ډرامه لیکوونکي او لیکوال انجنیر ستانه میر زهیر شینواري هم د ټولنې د فکري ودې لپاره تیاتر مهم وباله .
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته