امنیت

د تروريستي بريدونو شپږ تنه سازمان ورکوونکي ونيول شول .

کابل باختر دغبرګولي  اوومه

 دتروريستي  بريدونو شپږ تنه سازمان ورکوونکي نن دافغان  او ناټو دپوځيانو له خوا ونيول شول .

 دغه کسان دهلمند دنهر سراج  ، دکندز دعلي اباد ، دقندهار د ارغستان د ننګرهار دشيرزاداو دلوګر د څرخ دولسواليو په مربوطاتو او د قندهارپه ښار کې نيول شوي دي .

 ناتو باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره وويل چې دغو کسانو په قندهار ، هلمند  ، کندز  ، ننګرهار او لوګر کې دجګړه مارو طالبانو د ځينو عملياتو  رهبري په غاړه لرله او په دغو ولايتونوکې دلسګونو تروريستي بريدونو دترسره کولو تور ورباندې لګول شوي دي .

 ددغو عملياتو په بهير کې نښته هم شوې ده ، ځينې وسله  وال طالبان  وژل شوي   او ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل او نشه يي  او چاوديدونکي  توکي هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته