کابل باختر د کب ٢٦
دبګرام په هوايي اډې تيره شپه دوسله والوطالبانو له خوا دتوغنديو بريد وشو .
خو ويل کيږي چې په دې پيښه کې په دغه اډه کې امريکايي ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى .
درپوټونو له مخې، تيره نيمه شپه څه ناڅه دوه توغندي دبګرام په پوځي اډې لګيدلي دي .
دپروان ولايت امنيه قوماندان باختر اژانس ته وويل چې په دې پيښه کې په ظاهره امريکايي ځواکونوته زيان نه دي رسيدلي .
ده وويل چې دغه توغندي دچاريکارو ښار ته څيرمه دبالتو خيلو له سيمې څخه دوسله والو طالبانو له خوا په دغې اډې توغول شوي دي .