نړۍ

په ايران کې په يوه زاړه کور کې استهلاک شوي مهمات ترلاسه شول

تهران بي بي سي  باختردزمري دمياشتې  ٣١ :
دايران يو جګپوړي امنيتي مقام په تهران کې په يوه زاړه کور کې   ديوې زياتې اندازې استهلاک شويو مهماتو دکشف خبر ورکړى دى.
دايران د دانشجويانو خبري  آژانس ( ايسنا) دتهران دامنيتي قوماندان له خولې  خبرورکړى دى چې دتهران په يوه زاړه کورکې دتوپ ٦٤ ګولۍ کشف شوي دي.
دغه قوماندان ويلي دي چې دکارپوهنې دڅيړنو دنتيجوله مخې دغه مهمات 
نهه اوياکاله مخکې پورې  اړه لري .
ده زياته کړه: داستهلاک شويو ګوليو څرنګوالي ته په پاملرنې سره ښايي دغه سيمه  ددويمې  نړيوالې جګړې په دوران کې دمهماتو ډيپو وي .
دغه قوماندان دنورو احتمالي ګوليو دموندلولپاره دپلټنو ددوام خبرورکړى دى.
ده ټينګار وکړ چې ددغو مهماتو د کشف په وخت کې  کومه چاودنه نه ده شوې
خو ددغې ودانۍ شاوخوا کورونه ددې لپاره چې دمهماتو دليږدونې کار په ډاډسره ترسره شي  ، تش  کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته