امنیت

په روزګان کې د٢١ تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

دترينکوټ ښار باختر دليندۍ دمياشتې٢٣نيټه : يوويشت تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې په نويو نښتو کې ووژل شول. په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه د دهراودو چنارتو او چهار چينو په ولسواليو کې هغه بريد وشو چې په يو لړ ډ اراچوونکو فعاليتونو بوخت وو. دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل؛ په دې جګړه کې يوويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول. ويل کيږي په دې نښته کې د وسله والو طالبانو يو مرکز او دهغوى درې موټرونه هم له منځه وړل شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته