امنیت

په نورستان کې د ډار اچوونکو په سنګرونو خونړي بريدونه وشول

 کابل باختر دسلواغې ١٨ نيټه :
شپږ تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې د نويو هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهيرکې ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل  چې؛ په دغو بريدونو کې شپږ تنه ډار اچوونکي  ووژل شول او څلور تنه نورټپيان شول.
ده وويل ؛ دغه ډار اچوونکي په  ډار اچونکو فعاليتونو بوخت و  چې بريدونه پرې وشول.
په نورستان ولايت  کې پرون هم دافغان پوځيانو په  هوايي اوځمکنيو برېدونو کې په لسګونو تنو کورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو ته مر ګ ژوبله اوښتې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته