اقتصاد

دکويټې او قندهار ترمنځ لومړي الوتنه ترسره شوه .

کابل- باختر د مرغومي شپږمه:
  دپاکستان د پي آى اي هوايي شرکت پرون له کويټې څخه دقندهار ښار ته خپله لومړني الوتنه ترسره کړه .
ددغه شرکت يوه مسافر وړونکې الوتکه چې څه دپاسه ديرش تنه پکې سپاره وو؛ پرون دقندهار په هوايي ډګر کې راښکته شوه او ټاکل شوې ده چې له دې وروسته دغه شرکت دکويټې او قندهار ترمنځ په اوونۍ کې دوه الوتنې وکړي .
  دقندهار والي توريالى ويسا وويل چې په نږدې راتلونکې کې به دافغانستان دهوايي شرکتونو الوتکې هم دکويټې او قندهار ترمنځ الوتنې وکړي .
ټاکل شوې ده چې له دې وروسته له قندهار او پاکستان ترمنځ تجارتي مالونو ليږدونه هم دهوا له لارې  وشي .
ددغو دوو ښارونو ترمنځ دتګ راتګ د يو ټکټ بيه يوولس زره افغانۍ ده .
ويسا وويل چې په نږدې راتلونکې کې به مسافروړونکي بسونه هم د قندهار او کويټې ترمنځ په فعاليت پيل وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته