روغتیا

جمهوررئیس غني د ننګرهارد روغتیايي کارکوونکو د اتحادیې او د عامې روغتیا ریاست له مسئولینو سره وکتل

کابل باختر دچنګاښ يوولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن غرمه د ننګرهار د روغتیايي کارکوونکو د اتحادیې او د عامې روغتیا ریاست له مسوولینو سره په شاهي ماڼۍ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
د غونډې د ګډونوالو په استازیتوب ډاکټر صباح الدین صباح خبرې وکړې او جمهوررئیس ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، طبابت یو ملي او غیر سیاسي مسلک دی چې ټولو هېوادوالو ته له کوم توپېر پرته روغتیايي خدمات برابروي، خو اوس دا سکتور له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی..
ده د ننګرهار  دوکړو زیاتوالي ته په اشاري سره وویل، دننګرهار د عامې روغتیا روغتون امکانات د ننګرهار دوګړو په پام کې نیولو سره بسنه نه کوي او د بسترونو، د پرسونل د کموالي او طبي وسایلو د نشتوالي سره مخامخ دی.
هغه دغه راز انجیوګانو ته د ځینو کلینیکونو د قرارداد د ورکړې یادونه وکړه ويې ویل، د دغو کلینیکونو کارکونکي د تقاعد له امتیازاتو څخه بې برخه کېږي چې د دوی د خدمت په پام کې نیولو سره دوی باید له دې حق څخه بې برخې نه شي.  دغه راز یې د روغتیایي کارکونکو د امنیت د تامین او په ننګرهار کې د نوي ایجاد شوي روغتیايي سکتور ودې ته د پاملرنې په برخو کې خپل وړاندېزونه او غوښتنې له جمهوررېیس سره شریکې کړې.
جمهوررئیس غني ډاکټرانو څخه له دې امله مننه و کړه چې تل یې هېوادوالو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې هلې ځلې کړي او ژمنه یې وکړه هغو ستونزو ته به لومړیتوب ورکول کېږي چې ډېرې مهمې دي او د ننګرهار والي او امنیتي مقاماتو ته یې لارښوونه وکړه چې د ډاکټرانو د استازو په ګډون دې ګډه امنیتي کمېټه جوړه کړي او د ډاکټرانو د امنیتي ستونزو د حل په خاطر دې میاشت کې یو ځل غونده کوي.
دغه راز جمهوررئیس غني د عامې روغتیا وزیر ته لارښوونه وکړه چې انجیوګانو ته د کلینیکونو د ورکړې په قراردادونو له سره کتنه او غور وکړي تر څو دا ستونزې دې په اساسي توګه حل شي.
جمهوررئیس  ټینګار وکړ د خدماتو واضح معیارونه باید موجود وي ترڅو کیفیت لوړ شي. هغه زیاته کړه، که څه هم د نظامي روغتونو وضعیت تر پخوا ډېر ښه شوی خو سره له دې چې د پولیسو په روغتونونو کې لاهم ستونزې شته مګر د ملکي روغتونونو وضعیت لا هم خراب او د منلو وړ نه دی او ترهغې چې معیارونه پورته نشي د شخصي روغتونونو ، انستیتیوتونو د جوړولو اجازه نه ورکوم.
جمهوررئیس څرګنده کړه لاهم زموږ ډېری هېوادوال د عادي ناروغیو د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کوي، خو که په هېواد کې کیفیت ته د پام ترڅنګ د باور فضا رامنځته شي ډاډمن یم چې په هېواد کې به یې درملنه ممکنه شي.
جمهوررئیس غني ډاکټرانو ته په وینا کې وویل، د ننګرهار والي ته یې د ستونزو د حل په موخه ځانګړي هدایات او صلاحیتونه ورکړي. هغه د اصلاحاتو د پلي کولو په موخه وویل، ټول ریاستونه به د ننګرهارد والي او ولسونو له لورې اروزل کېږي، ځکه ولس نور د قانون حاکمیت او تطبیق غواړي.#پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته