امنیت

په ننګرهار کې دنشه يي توکو دتوليد دپنځو کارخانو کشف او ويجاړول .

کابل باختر د تلي اوولسمه :
په ننګرهار ولايت کې  دنشه يي توکو دتوليد پنځه کارخانې کشف او ويجاړې شوې
دغه کارخانې تيره شپه له نشه يي توکوسره دمبارزې دپوليسو له خوا  دخوږيانيو ولسوالۍ  په اړوندو سيموکې  کشف او ويجاړې شوې دي .
  دننګرهار ولايت  له نشه يي توکو سره دمبارزې دپوليسو  يوه قوماندان  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو کارخانو کې نږدې نهه زره کيلوګرامه اپين او نور توکي چې دنشه يي موادو په جوړولوکې کارول کيږي  هم ترلاسه شوي دي .
  ددغه قوماندان دڅرګندونو له مخې ،  دوسله والو طالبانو په ګډون  تروريستي ډلو هم  دنشه يي توکو دتوليد په دغو کارخانو کې لاس درلود .
ددغو کارخانو خاوندان  دعملياتو په بهير کې په تيښتې بريالي شوي دي او دهغوي دنيولو لپاره دامنيتي مامورينو پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته