کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٥
په هرات ولايت کې پرون دکاراټې سيالۍ ترسره شوې.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل : دغه سيالۍ د يوولسو ورزشي کلپونو دپنځه شپيتو ورزشکارانو ترمنځ د نويو ځوانانو ، ځوانانو او لويانو په دريو کټګوريو کې ترسره شوې دي چې هدف په
دې برخه کې د ورزشکارانو ترمنځ وده او ورزشي پراختيا ويل شوې ده .
د يو اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې : ددغو سياليو په پاى کې غوره څيرو
ته مډالونه او سوغاتونه ورکړل شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ