امنیت

په پکتيکا کې ۲۱ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

ښرنه باختر د تلې د میاشتې ۲۹ مه
د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې په ګيانۍ ولسوالۍ کې ١٢ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.
په پکتيکا ولایت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو دميشې پلې لوا قوماندان بريد جنرال رحم دل خان باختر اژانس ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې امنيتي ځواکونو په ګيانۍ ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٢ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي.
قومندان وايي چې امنيتي ځواکونو د دغو عملياتو په ترڅ کې هغه دوه پوستې هم بېرته له طالبانو نيولې دي چې څو ورځې مخکې طالبانو نيولې وې.
د قومندان په وينا د ګډو امنيتي ځواکونو چاڼيز عملیات به تر هغه دوام وکړي،چې سيمه په بشپړ ډول د وسله والو له شتون څخه پاکه شوي نه وي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته