کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۲۶ مه
په ننګرهار ولايت کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه .
امنيتي منسوبينو پرون ناوخته يو ماين د چپرهار ولسوالۍ په يوه ګڼ مېشته ساحه کې کشف او شنډ کړ.
د ننګرهار ولايت يوې امنيتي سرچينې له باخترآژانس سره په اړيکه کې وسله وال طالبان د دغې ماين ښخونې عامل وباله او ويې ويل چې د دغې پېښې د عاملينو د پېژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
دغه ماين په هغه سيمه کې ځاى پرځاى شوی و چې هره ورځ د کلي په سلګونو تنه اوسيدونکي او د ښوونځي زده کوونکي پکې تک راتګ کوي .
ختم _ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ