امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۶ ترهګرو وژل کیدل

کابل باختر د سلواغې  څوارلسمه :
د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۰ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۸۱ځانګړي کوماندویي دندې او ۸ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړې  د افغانستان  هوایي ځواکونو ۷۸ الوتنې د ملي اردو  د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۲۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او   ۵ تنه نور  ټپیان شوي دي .
دغه عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د کاپیسا، ننګرهار،  غزني،  پکتیکا، قندهار، هرات، بادغیس، بلخ، جوزجان اود هلمند  په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې  د هلمند ولایت د  مارجې او نهر سراج ولسوالۍ کې۱۰تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر سایکل او یو شمیر وسلې او مهمات  له منځه وړل شوي، د بادغیس ولایت د موریچاق ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي او د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل  شوي دي .
همدا راز د هرات ولایت د ګلران  ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپيان او د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
دملي اردو زړور منسوبين د هېواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو  ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته