امنیت

په قندهار کې دماين دچاودنې له امله دملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان شول

کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
په قندهار ولايت کې د ماين د چاودنې له امله دملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان شول .
په دې پيښه کې چې نن له غرمې مخکې دقندهار ښار د نهمې ناحيې په مربوطاتو کې وشوه؛ د پوليسو يو مامور ټپي شوى دى.
چاودنه هغه وخت وشوه چې دملي اردو دغه سرتيري په يو ګڼ ميشت  واټ کې د يو کشف شوى ماين په شنډولو بوخت و.
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل  باختر اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دملي اردو دوه تنه سرتيري ووژل شول او دپوليسو يو مامور ټپي شوى دى.
ويل کيږي چې  دغه دوه تنه پوځيان دماين دشنډولو ماهران و .
دقندهار د والي ويندوى وايي چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له خوا په يوګڼ ميشت واټ کې ښخ کړاى شوى و .
  په همدې حال کې دقندهار په ميرويس روغتون کې  ډاکتران دټپي پوځي روغتيايي حالت خراب بولي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته