۱۰۰ ورځې

يو شمېر ديني عالمانو د ډاکترعبدالله له نوماندى سره ملاتړ اعلام کړ

کابل باختر دکب  دولسمه :
يوشمير ديني عالمانو د جمهوري رياست په انتخاباتوکې د ډاکترعبدالله عبدالله له نوماندى سره ملاتړ څرګند کړ.
د باخترآژانس دخبر له مخې: دغوعالمانو په کابل کې ديوې غونډې په جوړولوسره د ډاکترعبدالله عبدالله له نوماندى سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
ديوبل خبر له مخې: عبدالله عبدالله نن د سياوش بکتاش خيمې ته لاړ چې هغه خپل تحصن پاى ته ورسوي.
د کابل د خلکو دغه استازى له څه مودې راپديخوا د اردو د شهيدانو له کورنيو اومنسوبينو سره د ملاتړ په خاطر خيمه وهلې ده او په تحصن يې لاس پورې کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته