سیاست

دلوى څارنوالۍ د ادارې کارکوونکي دعدالت دتامينولو او دقانون دواکمنۍ د ټينګښت په خاطر قرباني کيږي.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦

دبلخ ولايت داستيناف څارنوالۍ دشهيدانو په درناوي نن دلوى څارنوالۍ په اداره کې يوه غونډه جوړه شوه .

دلوى څارنوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبرورکړ.

په دې غونډه کې چې دلوى څارنوالۍ د ادارې دمسوولينو او منسوبينو او دافغانستان د څارنوالانو دټولنې دچارواکو په ګډون جوړه شوې وه ، د قرآن عظيم الشان له ختم وروسته دشهيدو څارنوالانو پاک روح ته دعا وشوه.

دغه راز دلوى څارنوالۍ د ادارې او دافغانستان دڅارنوالانو دټولنې مسوولينو ديوې اعلاميې په خپرولو سره دڅارنوالانو دامنيت په باب خپله انديښنه څرګنده کړه.

په دې اعلاميه کې ويل شوي دي چې دعامه املاکو دغصب مافيا ،دنشه يي توکو قاچاق وړونکي او سازمان موندلې جنايتکاران هلې ځلې کوي چې دترورستي بريدونو په ترسره کولو سره عدلي او قضايي بنسټونه کمزوري کړي ددغې اعلاميې په دوام ويل شوي دي چې په ټولو دولتي ادارو په تيره بيا دلوى څارنوالۍ په اداره کې د اداري فسا په له منځه وړلو ژمن دي او له هيوادوالو څخه دهمکارۍ غوښتنه شوې ده .

د اعلاميې له مخې : هيواد وال د اداري فساد دمشاهده کولو په صورت کې کولاى شي په مستند ډول 0202200017  ګڼه تيلفون له لارې دغې ادارې ته خبر ورکړي.

په همدې حال کې په دې اعلاميه کې ويل شوي دي هغه ادعا ګانې چې په څارنوالانو او په حکمي او غير حکمي اشخاصو کيږي بايد دسندونو او مدارکو په وړاندې کولو سره ثابت شي . له دې پرته به دغه اداره درواغجن خبر ورکوونکي دافغانستان دجزا د قانون د ٢٩٤،٢٩٦،او ٤٤١ مادو له مخې تر پوښتنې لاندې ونيسي.

په هغه ترورستي بريد کې چې د روان کال دوري دمياشتې په شلمه نيټه دبلخ ولايت داستيناف څارنوالۍ په دفتر باندې وشو دبلخ ولايت داستيناف څارنوالۍ دکارکوونکو په ګډون څه ناڅه اتيا تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته