امنیت

دارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې ددين يو عالم او قومي مشر دطالبانو له خوا په ډزو سره ووژل شو .

کابل باختر دثور دوه ويشتمه :
  دارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې ددين يو عالم او قومي مشر دطالبانو له خوا په ډزو سره ووژل شو .
دارزګان دوالي ويندوي دوست محمد ناياب دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددهراود ولسوالۍ قومي مشر او ددين عالم مولوي محمدر حيم نن سهار دطالبانو له خوا په ډزو سره ووژل شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې يرغلګر له ساحې څخه په تيښتي  بريالي شوي دي او دهغو دنيولو لپاره دپلټنې عمليات پيل شوي دي .
ديوبل خبر له مخې وسله والو طالبانو دارزګان ولايت د ترينکوت ښار دجامع جومات ملا امام ټپي کړ په دغه ملا امام تيره شپه  دطالبانو له خوا بريد وشو او ټپي شو او ددرملنې لپاره کابل ته وليږدول شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته