خبرونهفرهنګTOPټولنه

عزیزي: د هېواد هغه ژبې چې اوسمهال د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي باید د علمي غنامندۍ او پراختیا لپاره یې موثرې هڅې وکړو

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د ژبو عالي شورا نن خپله دوهمه ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې مولوي عتیق الله عزیزي وویل چې د هېواد د رسمي ژبو تر څنګ زمونږ ګډ مکلفیت دی ترڅو د هېواد هغه لږه کۍ ژبې چې اوسمهال د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي د ادبي او علمي غنامندی او پراختیا لپاره موثرې هڅې وکړو.

عزیزي زیاته کړه ژبه د افهام تفهیم، علمي ارتقا او د اسلام او مسلمانانو د خدمت او سوکالۍ بهترینه وسیله ده او باید د تعصب، برترۍ او خودخواهۍ لپاره ونه کارول شي.

ورته مهال په غونډه کې د یاد شورا غړو د ژبې عالي شورا لپاره جوړه شوې مسوده چې د درې فصلونو او ۱۵ مادو په درلودو جوړه شوې تر بحث لاندې ونیول شوه او بېلابېل نظرونه یې سره شریک کړل.

په پای کې پرېکړه وشوه چې یاده مسوده دې راتلونکي مجلس ته نوره هم کره او مستنده کړل شي ترڅو د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت مقام ته ولېږل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته