امنیت

دکابل ولايت دخاکجبارپه ولسوالۍ کې دسکر- ٤٠ توغندې څلور ماينونه ترلاسه شول

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢٩ :
دملي امنيت موظفينو دکابل په ختيځ کې دسکر – ٤٠  توغندي  څلور ماينونه  کشف  او ترلاسه کړل  او داستوګنې په سيمو  يې دراکټي بريدونو مخه ونيوله .
دملي امنيت دادارې  مطبوعاتي دفتر نن باخترآ ژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي  چې دغه توغندي  دکابل ښار دبيلابيلو ناحيو داستوګنې په سيمو دتوغولو  په  مقصد   دکابل  ولايت دخاکجبار ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ځاى پرځاى کړاى شوي و . 
د  يو بل خبرله مخې : د ملي امنيت دلوى رياست موظفينو  دوه تنه غله ونيول.
دکابل ولايت  دګلدرې ولسوالۍ د ده نو  دکلي اوسيدونکي  پوپل او زلمى چې دشپې له تورتم څخه په استفادې سره دکابل ښار په بيلابيلو سيمو اوناحيو کې دوسايطو  دلمبر پليټونو په لوټولو بوخت  و،  ونيول شول .
د نيول شويو کسانو دهغو وسايطو چې په کوڅو کې   او دکورونو د دروازو ترشا درول شوي   وو ، لمبر پليټونه  په  تخنيکي ډول  له  مخصوصو وسايلو څخه په استفادې سره  پرانستل  اودټيلفون نمرې يې په  کاغذ کې ليکلې او دموټر په ښيښه يې کې ايښودله چې وروسته دوسايطو خاوند ددغه لمبر له لارې له دوى
سره اړيکې ونيسي  او له ټيلفوني اړيکې وروسته يې   د وسايطو  له  خاوندانو څخه غوښتل  د پليټ په بدل کې  غوښتل شوې  پيسې پاکستان ته حواله  او له حوالې وروسته  دخپل پليټ پيسې ترلاسه کړي .
له نيول شويو کسانو څخه نو لس پليټونه هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته