کابل باختر د تلي دويمه :
١٤ تنه په قندهار ولايت کې دبېلابېلو جنايي جرمونو په تور ونيول شول .
دغه کسان د تيرو ٢٤ ساعتونوپه بهير کې دقندهار له بېلابېلو سيمو څخه د پوليسو په عملياتو او دپلټنې په بهير کې ونيول شول .
دقندهار ولايت يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې په دغو کسانو دغلا ، انسان تښتونې او دنشه يي توکو دقاچاقو تور لګول شوى دى .
نيول شويوکسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړى دى .
دقندهار ولايت امنيتي مقامات وايي چې نيول شوي کسان به له تحقيقاتو وروسته عدلي اوقضايي ارګانونوته وسپارل شي .
ختم_ ج _ اکرم