کابل باختر د چنګاښ ٢٢ :
د هيواد د واليبال ملي ټيم په نيپال کې دجنوبي آسيا په سياليو کې پرون له کوربه ټيم سره په لومړۍ لوبه کې خپله ماتې ومنله .
دهيواد د واليبال فدراسيون يوه مسوول عارف پيمان نن باخترآژانس ته وويل :
دافغانستان ټيم په دې لوبه کې د دوو په مقابل کې په دريو سره د نيپال پرټيم بريالى شو .
دغه سيالۍ چې د نيپال په کوربه توب پرون پيل شوې دي؛ د افغانستان ، مالديف ، نيپال اوسريلانکا ټيمونه پکې گډون لري.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې: ټاکل شوې ده د هيواد د واليبال ملي ټيم نن د مالديف له ټيم سره او سبا د سريلانکا له ټيم سره لوبې وکړي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ