ښوونه او روزنه

د شهيد د اوونۍ په مناسبت د جهاد د شهيدانو د ښوونځي ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارله شوه

کابل –باختر د وږي دمياشتې ١٥
د شهيد د اوونۍ په مناسبت د جهاد د شهيدانو د منځني ښوونځي ودانۍ نن د تخار ولايت د نمک آب په ولسوالۍ کې پرانستل شوه او ګټې اخستنې ته وسپارله شوه.
دغه ودانۍ د تخار د والي ډاکتر ياسين ضيا او د پوهنې د رييس له خوا پرانستل شوه او د استفادې وړ وګرځيده .
دغه ودانۍ د ولايت د مقام له خوا د يو مليونو افغانيو په لګښت په يوه پوړکې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده .
د تخار ولايت د پوهنې رييس باختر آژانس ته وويل: دغه ودانۍ لس درسي خونې او نور ضروري ملحقات لري او د ٤٠٠ تنو زده کوونکو ظرفيت لري.
دغه ښوونځى د نمک آب ولسوالۍ په يوه لرې پرته سيمه کې موقعيت لري چې د دغې ولسوالۍ خلکو ښوونځي ته زياته اړتيا لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته