امنیت

څوارلس طالبان په جوزجان کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۷مه / باختر
څوارلس وسله وال طالبان پرون مازيګر په جوزجان کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د هوايي ځواکونو په ملاتړ د دفاعي او امنيتي ځواکونو په عملياتو کې چې په جوزجان – سرپل لويه لاره کې ترسره شول، ووژل شول.
رضايي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې يو طالب ټپي شو او د هغوی يوه قرارګاه او جنګي وسايل ويجاړ شول.
ختم- شکريه-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته