سیاست

جمهور رئیس غني: کهزاد د افغانستان د تاریخ له کلیدي شخصیتونو څخه دی

کابل_باختر د لړم د مياشتې٢٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د نومیالي مورخ او لرغونپوه احمد علي کهزاد په نړیوال علمي ــ څېړنیز سیمینار کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه سیمینارکې چې د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې جوړ شوی و، جمهوررئیس غني د کهزاد د ژوند پر بېلابېلو اړخونو، د هغه د اثارو او فکري ځانګړنو او نوي نسل ته د کهزاد د پیغام په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل: د دغه سیمینار ارزښت په دې کې دی چې د ملي هویت پراخ بحث کې کهزاد د افغانستان د معاصر تاریخ له کلیدي شخصیتونو څخه یو دی.
هغه زیاته کړه، کهزاد په تېرو څېړنو کې زموږ د وخت او ملي هویت په اړه پوښتنو ته مستدل ځواب ورکړ او د سیمې او نړۍ بېلابېلو حوزو سره زموږ د فرهنګي میراث اوبدنې (بافت) د تعصب او تفرقې د بحث فضا تنګه کړه او زموږ جغرافیه کې یې د یو ملي او پراخ هویت تاریخي ریښې وپېژندې.
جمهوررئیس وویل، کهزاد یواځې لرغونپوه، مورخ، شاعر او لیکوال نه وو، بلکې زما په نظر ملي مفکر وو، ځکه زمونږ د ملي هویت ټول اړخونه یې وارزول او د افغانستان څوزره کلن تاریخ ته یې ځانګړتیاوې ورکړې.
هغه زیاته کړه، له کهزاد مخکې، زمونږ لرغونی تاریخ افسانه وو، خو له کهزاد وروسته په څېړنه او ارزونه استناد کېده. هغه زیاته کړه، نوموړي زمونږ د هېواد لپاره تاریخي عمق ایجادکړ.
جمهوررئیس دې ته په اشارې چې کهزاد د افغانستان فولکلور پېژنده، وویل: انګېزه دا وه چې د افغانستان هرې سیمې ته یې په یو نظر کتل. د کهزاد له نظره د بامیانو، پکتیا، غزني، لښکرګاه او کنړ تاریخ هغه اجزاوې دي چې په نه جلاکېدونکې توګه یو عظیم ملت چې د تاریخ په اوږدو کې دوام او ویاړ لري، له یوبل سره نښلوي.
محمد اشر غني دې ته په اشارې چې د کهزاد د تحلیل بڼه په فرد پورې محدوده وه وویل، د کهزاد  د اثارو په لمنلیک کې له انګلیسي، ایټالوي او فرانسوي ژبو نقل قول شوی دی.
جمهوررئیس وویل: د کهزاد د افکاروکلیدي ټکی دا وو، غوښتل یې پوه شي چې افغانستان څه ډول د تمدنونو څلور لار وو. دا د وصل هېواد وو، نه د فصل. هغه هېواد چې د فرهنګونو مرکز وو او په څنډه کې یې قرار نه درلود.
جمهوررئیس څرګنده کړه: استاد کهزاد په لومړي ځل وکولی شو چې طبیعي جغرافیه د ویدایي او اوستا فرهنګ ګډه نقطه تثبیت کړي. هغه زیاته کړه، په حقیقت کې غزنه، فیروز کوه او بامیان د ثقل درې مرکزونه، د فرهنګ درې سیمې او د واکمنو او ځواکمنو پاچاهانو درې پلازمېنې وې.
جمهوررئیس وویل، په افغانستان کې داسې سیمه نشته چې کهزاد هغه نه وي تعین کړې او له دې پلوه ډېره ژوندۍ بېلګه ده چې باید په اساسي توګه په پام کې ونیول شي.
محمد اشرف غني وویل: کهزاد په تاریخ کې د ښځو ونډې ته پام کاوه او لکه څنګه چې افغان مېرمنې د تاریخ په اوږدو کې تل ځلېدلي، استاد کهزاد تل د هغوی اثار ثبت کړي دي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د استاد کهزاد له مړینې وروسته لرغون پوهنې او فولکلور ډېر بدلون کړی او هیله ده چې د محصلینو په منځ کې داسې هلکان او نجونې  پیدا شي لکه استاد کهزاد چې خپل عمر  د دې خاورې عظمت او د ملي هویت تثبیت ته وقف کړي.
د هېواد جمهوررئیس د کهزاد د کار انګېزه هم یاده کړه او وې ویل، نوي نسل ته د کهزاد پیغام دا و چې دا خاوره د فرهنګي نوښتونو ښکارندویه ده او سلګونه زره کاله به دوام وکړي.
هغه وویل، اوس او راتلونکي سره زمونږ د تاریخ اړیکه باید واضح شي او اساسي کار دا دی چې خپل ملي فرهنګ ته څه ډول لوری ورکړو.
جمهوررئیس غني وویل، زه استاد کهزاد ځکه ملي مفکر بولم چې خپلې موندنې یې یواځې په اکاډمیکه ژبه نه دي لیکلي، بلکې د خپل مخاطب لپاره چې د افغانستان ملت دی خبرې کوي.
جمهوررئیس وویل، د استاد کهزاد ځانګړنه چې تراوسه ورباندې بحث نه دی شوی، د هغه اقتصادي  پوهه ده او هغه د افغانستان پیداوار او منابع له هغې جملې لاجورد تثبیت کړ.
جمهوررئیس غني وړاندیز وکړ،  د استاد ټول اثار دې چاپ او یا هم ډیجیټلي شي او د استاد کهزاد او نورو لیکوالو ټولې مقالې چې په کالنیو کې چاپ شوي، بېرته له سره چاپ او یا ډیجیټلي شي. همداراز هغه وویل، چې د معاصر تاریخ د تحلیل لپاره په علومواکاډمۍ او یا پوهنتون کې د یو مرکز د جوړېدو اړتیا ده چې اوس او راتلونکي سره زمونږ د تاریخ اړیکه روښانه شي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې استاد کهزاد ته د علامه لقب د ورکولو او د هغه په نوم د یو څلورلاري د نومولو په اړه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د رئیسې وړاندیزونه تائید کړل.
په دې مراسمو کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ رئیسې ثریا پوپل د استاد کهزاد څو ټوکه اثار او مېرمن ناجیه هنرور د خطاطۍ یوه تابلو جمهور رئیس ته ډالۍ کړې.
په یادو مراسمو کې سرڅېړونکې ثریا پوپل، شمس الحق اریانفر، اکاډمیسین سلېمان لایق، سرڅېړونکي نظرمحمد عزیزي، څېړندوی حبیب الله رفیع او څېړنپوه دوکتور محمد شریف ځدراڼ د استاد احمد علي کهزاد د شخصیت د بېلابېلو اړخونو په اړه په تفصیل خبرې وکړې.
په دغو مراسمو کې د هېواد پر جمهوررئیس سربېره، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو، د ملي شورا ځینو غړو، د افغانستان د علومو اکاډمي رئیسې ثریا پوپل، د استاد کهزاد زوی همایون کهزاد، یوشمېر مورخینو، استادانو، محققانو، د هېواد علمي او فرهنګي شخصیتونو او بهرنيو مېلمنو ګډون کړی وو.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته