امنیت

يو ځوان دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړى شو .

کابل باختر د جدي نهه ويشتمه :
يو ځوان په کندز ولايت کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړى شو  او په دې اړوند درې تنه  ونيول شول .
  دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.  دتخار ولايت دروستاق ولسوالۍ  اوسيدونکى  عبدالجليل  چې لس ورځې  مخکې دڅو تنو ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا دتخار ولايت له لويې لارې  څخه تښتول شوى و او له هغوى سره  ساتل کيده پرون دخان اباد ولسوالۍ دپوليسو له خوا ازاد کړى شو
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ازاد کړى شوى سړى کورنۍ ته يې وسپارل شو او دقضيې عاملين امنيې قوماندانۍ ته وسپارل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته