روغتیا

ديرش درملتونونه وتړل شول.

کابل باختردزمري دمياشتې  ٣١ :
دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي قوانينو دتطبيق اوڅيړنې رييس وايي دکابل ښار په بيلابيلو سيمو اودقره باغ اوچاراسياب په ولسواليو کې ديرش درملتونونه  دنيکمرغه کوچني اختر په شپو او ورځو کې  دنوکريوالي دنه اجراکولو له امله تړل شوي دي .
ډاکترکامل چې نن يې دباختراژانس له خبريال سره خبري کولي وويل دکابل ښار په کچه څه ناڅه پنځه سوه درملتونونه داختر په رخصتيوکې د٢٤ ساعته نوکريوالي په  اجراکولو موظف کړاي شوي وچې ددغه رياست دموظفينو دڅيړنې په وخت کې ديرش درملتونونه دنوکريوالي له اجراکولو څخه سرغړونه کړې وه.
ډاکترکامل وويل چې له دوى سره به دقانون له مخې چلند وشي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته