نړۍ

عربستان : دايران پرخلاف پوځي انتخاب هماغه شان طرحه دى .

رياض /دتلې ٥مه / باختر:
دعربستان په بهرنيو چارو کې سلاکار وزير عادل الجبير ويلي دي چې دايران پرخلاف دپوځي  عملياتو په ګډون ټول انتخابونه دميز پرمخ دي .
دالجبير اشاره  دارام کوه نفتي  بريدونه ته درياض احتمالي ځواب نه ده ، چې عربستان ايران دهغو مسوول بولي خو تهران دغه تور په بشپړه توګه ردوي
الجبير چې پرون يې په نيويارک کې دملګروملتو دسازمان دعمومي ټولنې تر څنګ دبې بي سي  له خبريالې ليز دوست  سره خبرې کولې ټينګاروکړ چې رياض له جګړې او دتاوتريخوالي له زياتوالي څخه له ډډې کولو سره جوخت ددې غوښتوونکى دى چې ايران دې دارام کوه په تاسيساتو دراکټي او هوايي  بريدونو په علت مسوول وګڼل شي او دخپل چلند تاوان دې ورکړي .
خو ايران دارام کوه په بريدونوکې هر راز لاس لرل ردوي .
په همدې حال کې دامريکا دبهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په نيويارک کې دملګروملتو دسازمان په مقر کې خبريالانو ته ويلي دي چې امريکاله ايران سره دستونزې دسوله ييز حل دلارې په لټه کې ده .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته