سیاست

د سنا مجلس: زموږ اعتراض په خپل ځاى پاتې دى

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٠
د فضل هادي مسلميار په مشرۍ د مشرانو جرګې د رييسانو د کميټې په فوق العاده غونډه کې پريکړه وشوه چې د نه ډاډمن امنيتي حالت او د خلکو حالت او د مجلس مصوبو ته د حکومت د نه پاملرنې په باب د مجلس انديښنه او اعتراض اوس هم په خپل ځاى پاتې دي.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په غونډه د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار د هيواد له جمهور رييس محمد اشرف غني سره د دغه مجلس د اداري هيئت د غونډې رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل چې د مجلس د دروازې د تړل کيدو دليلونه له جمهور رييس سره طرحه شول او د هيواد جمهور رييس د سنا مجلس انديښنې او ملاحظات پرځاى وبلل او ويې ويل چې له مشرانو جرګې سره د کابينې دوه ګوڼى چلند د زغم وړنه دى او د ملي شورا له دواړو مجلسونو سره د انډوليز او متعادل چلند په باب د کابينې مصوبه صادره شوې ده او ژمنه يې وکړه چې په ټينګار سره به بيا لارښوونه وشي چې له مشرانو جرګې سره د هغه د قانوني حيثيت له مخې د افغانستان د ملت د کور د يوې خونې په توګه چلند وشي. خو د رييسانو د کميټې په غونډه کې څرګنده شوه چې حکومت د مشرانو جرګې په وړاندې خپل مسووليتونه نه دي ترسره کړي او د دغې جرګې د پريکړو په وړاندې يې بې پروايي کړې ده، پريکړه وشوه چې د نا امنيو د زياتوالى، د مجلس مصوبو ته نه پاملرنه او د خلکو حالت ته د حکومت د نه پاملرنې په باب د مشرانو جرګې د غړو اعترض، احتجاج او انديښنې دوام لري او په عمومي غونډو او د کميسيونونو په غونډوکې د دولتي چارواکو له ګډون او منلو څخه دې معذرت وغوښتل شي.
دغه راز په غونډه کې پريکړه وشوه چې د يکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د تنباکو په قانون کې د تعديل او د سه شنبې د ورځې په غونډه کې د ديني، پوهنې او د لوړو زده کړو، مواصلاتو او مخابراتو، تقنيني چارو د شکايتونو د اوريدو او د قومونو او قبايلو د چارو د کميسيونونو رپوټونه واوريدل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته